اخ
اخ دا نوم دې څومره خوُږ دی
ټول له شاتو نه جوړ شوی
د قدرت نخښې په کې دي
کايناتو نه جوړ شوی
بشپړمتن
شهيد ارمان
ما دې نتکۍ ځوروې ما دې پيزوان ځوروې
ياره ما دې خړې څڼې جړ زلفان ځوروې
بشپړمتن
يوه سجده
په يوه سجده
پروت ومه خدای ته
ما مې د خدای بلا کيف لاسونه
مچي کړل پخپلو خاورينو شونډو
بشپړمتن
هغه ته يې
څه چې غواړمه د خدايه هغه ته يې
اوبه کی مې څه د ورايه هغه ته يې
په دروندوالي کې دی غر له ما نه کشر
خوځوي چې مې د ځايه هغه ته يې
د ژوندون پالنه تا ده زما کړي
زړه مې واي وايه وايه هغه ته يې
ستا د مينې لمبو تاوو مي ګرځې سر کي
غورځوي مې ځای بې ځايه هغه ته يې
سر کشې مې ځناور ځني وه ډيره
چې غلام کړم سر تر پايه هغه ته يې
د * لونګ * انتخاب ته يې د زړه سره
هم د زړه يې څه ده رايه هغه ته يې
نور ته لاړي
په غمونو دي ښه سر کړم نور ته لاړې
سوی سکور دې په ځيګر کړم نور ته لاړې
لوند په اوښکو مې ګريوان ستا بيلتانه کې
پوچ دې ښه چې په نظر کړم نور ته لاړې
ستا يادونه ښاپيري ورته رادرومي
چې په سترګو دې ګودر کړم نور ته لاړې
ما پخوا ستا د يارۍ ګوتې شمارلې
له تير حال دې هم بدتر کړم نور ته لاړې
مينه زما به ځل شهيد ويني په ځير کا
تا شهيد په يو نظر کړم نور ته لاړې
اوس به خود د غم نغمې در غږومه
چې رباب دې په ټټر کړم نور ته لاړې
د ( لونګ ) مسيحا بيا کله رادرومي؟
زه دې پروت په غم بستر کړم نور ته لاړې
نه پوهيږم
ربه څه قسمت مې خوار دی نه پوهيږم
د غليمو په ما وار دی نه پو هيږم
د اشنا د بيلتانه په او ر سوزيږم
دې لمبې که سورانګار دی نه پوهيړم
د يار غم رانه د ژوند واګې اخيستي
چې په کوم پلو رفتار دی نه پوهيړم
دلته هر چا عزرايل ځان نه جوړ کړی
هره غڼه دلته مار دی نه پوهيږم
پيغله کونډ ه کتيبې د قبرو ګورې
چې مې کوم قبر د يار دی نه پوهيږم
د مرګي سوداګر ټول راغلي دلته
څومره تود يې دابازار دی نه پوهيږم
هر شيطان د پرښتې جامې اغوستي
هر مسيح دلته په دار دی نه پوهيږم
لري جونې مو د اوښکو اميلونه
ورنه ورک د ( لونګ ) هار دی نه پوهيږم
مړه مړه
مړ کوي مې اشنا ستا دا ليدل مړه مړه
بل په ناز چې کوې ته خنديدل مړه مړه
خلک واي غږ د داود زه وايم ستا دی
په وړه ژبه چې کړې غږيدل مړه مړه
نه پو هيږم چې د څه سره يې څير کړم
د مکيز دې خوندور پسيدل مړه مړه
ستا ديدار لکه ايمان راته تسل دی
دومره ډير دې ستا په نازيدل مړه مړه
هر کلی لکه يو تږی ګل وې وايم
چې ديدار دې وي شبنم وريدل مړه مړه
په والله لکه غلام داسې مې بيا ېې
چې دې وکړې اننګي شرميدل مړه مړه
په و صال به دې اشنا داسي غوړيږم
لکه ګل چې کړې اشنا غوړيدل مړه مړه
زړه مې داسي لکه وي بوره افغانه
کړي د ځوی پسې هر وخت ژړيدل مړه مړه
د ( لونګ ) اوښکې هم مړې مړې بهيدلې
چې يې تاته ليکل دغه ليکل مړه مړه
مينه ثواب ده څه ګناه خو نه ده
خالق هم کړې ناروا خو نه ده
ته دا د ځانه فتوی څله کوي
دا فيصله ددې دنيا خو نه ده
اړوند زما ده ستوغي ولې وايې
که وې ګناه نو، ستا په شا خو نه ده
ريباره پټ مې غوږ کې د ا ووايه
دلبر وعده خو د سبا خو نه ده
شات دې پيکه که مينه لږه اوخورې
خوند دی په دې کې مينه ستا خو نه ده
يقين دې وشه په دې پاکه مينه
بدل د سر ده څه وړيا خو نه ده
وړوکی نه يې چې دې پوه کړمه زه
ژوند دې تيريږي تل بقا خو نه ده
اخ ، ستا په مخ دا د ريا څپوڼی
شکر په دې مينه ريا خو نه ده
رنځور د مينې يم ما څله پوښتې
و صال دوا بله دوا خو نه ده
يوازي پوه نه شوې په راز د مينې
ړنده ستا برخه څه بنا خو نه ده
١٩٩٨/ ١٢/ ١٨ بومه، زيوريخ ،سويس
ميکده
د کشمالو يې يوه کوده را کړي
هم يې د سرو شونډو وعده راکړي
هلته توبې دلته به ځان مسته و
خدای هم جومات هم ميکده راکړي
د ازادۍ په ناوي خود به ، پاشم
په تن کې وينه خدای توده راکړي
بيا به راځې ما داسي خوب ليدلی
وخت که څپيړه اوس درنده راکړي
د غم سندرې دي ويرونه ورې
اغيار غميزه يوه اوږده راکړي
دې فرعونې او نمرودې وختونو
يوه فيصله راته ړنده راکړي
ياغي ( لونګ ) سپينو سينو ليونی
نه يې په ټنډه کې سجده را کړي
٢٠٠٥/٣/١٣ زيوريخ
مورې
ته په ما سيوری د ژوندون يې مورې
هم مې اروا ته ښه سکون يې مورې
دا ستا د پښو ﻻندې جنت دی ماته
د هر سبا مې هم سمون يې مورې
لوګی لوګی جنتي غيږې نه د ې
دا زه دې نن ته مې پرون يې مورې
مهربانې دې را په زړه شې کله
زه دې مجنون ته مې جنون يې مورې
هغه للو مې ښه د زړه په غوږ ده
پرديس زړګي ته مې سکون يې مورې
ستا حوصلي او ستا همت ته سلام
ته د ( لونګ ) يو ښه مضمون يې مورې
مورې
زړګی مې ستا بيلتانه
جوړ کړ د غم هديره
هيڅ د خوښيو سندرې نشته پکې
يواځې ستا د بيلتون د غم رباب غږيږي
هغه د ناز
د اللهو
للو للو
خبرې نشته پکې
په زړه مې ستا د بيلتون غم ميلمه دی
هيڅ رخصت نه اخلي
د عزرايل ظلم او ستم ميلمه دی
زما د اوښکو د سيلاب سلسلې
ستا د يادونو په درياب کې لويږي
چرې به وچې په ژوندون به نه کړم
ستا د خوږې مينې دا تاندې ويالې
لکه څپې د اباسين
چې څومره تاب کې لويږي
دا ستا د غم رباب به هر وخت غږوم
لکه بې نيازه ملنګ
به خپل کچکول ناز وم
زيوريخ ٢٠٠٤/٥/٨
مهين
دی مې دعا غوندې سپيځلی جانان
وړانګې ويشي لکه سپوږمۍ د اسمان
دلبر مې دومره ډير مهين مهين دی
دومره مهين لکه غزل د کاروان ( ١)
ښايست يې خوږ لکه ټپه د پښتو
په ترنم لکه ايت د قران
اروا مې دومره د ديدن وږي ده
لکه باران ته دې د للمي ګلان
يار مې الماس زما د خوبونو تعبير
د زړه تسل مې د غزل مې ايمان
نور مې په خيال کې بل څه پاتې نه دي
را پاتي يو د يار د ميني داستان
اوښکو تسبيح اړوم بڼو په ګوتو
ذکر د يار دی رانه هير دی سبحان
شاعرانه زيب د يار ، را کرامت
اوس د غزل لرمه څو مريدان
د بې وسۍ زندۍ زما په غاړه
و صال دې راکړه رانه واخله مې ځان
ستا وي نازونه جنت حورو په څير
( لونګ ) به نشي هيڅ څښتن د ګريوان
(١) د هيواد بې جوړې شاعر ( پير محمد کاروان )
٢٠٠٤ / ١/ ١ زيوريخ
منصور نه يمه پښتون يمه
شې به ليونی داسې غږونه مې راوړي دي
ياره ستا کوڅې نه پر هارونه مې راوړي دي
ټوله کړه زاهده هسي نه لمن دې اور واخلي
ډير په اور لړلي شرابونه مې راوړي دي
غرونه کاڼه شوي که يې ګونګه د ځواب ژبه
څوک به جوړه مار شې څو دردونه مې راوړي دي
خدای خبر ددې په ځای به ماته ته خپل زړه راکړې
لوټ د پښتون بڼ مړاوي ګلونه مې راوړي دي
ما نه غمي مه غواړه ای ښکلي د سويس پيغلي
زه ژوبل پښتون يم ډير ټپونه مې راوړي دي
نه رغيږې رنځ نه دا جانان جانان وطن مې
څو د درڼو ا و ښکو ا ميلونه مې راوړي دي
وخته نيت دې ښايه منصور نه يمه پښتون يمه
دا سي ډير په دې غاړه دارونه مې راوړي دي
( لونګ ) په زړه سوری شي نو ترې جوړ يو لونګين شي
وخته ستا ظلمونه تير وختونه مې راوړي دي
٢٠٠٤ /٩/ ١٦ زيوريخ
د ملنګ په څير فقير
هره خوا راته دا ستا تصوير تصوير و
ستا د پاکې خوږې ميني يو تاثير و
د زړګي ګريوان مې لوند لوند و په اوښکو
ستا نشتوالی ماته وير و يو غټ وير و
هر يو غږ يې د ا سمان ور ټکولو
خوار زړګی مې د ملنګ په څير فقير و
چې مو زړونه يو تر بله بند په بند کړي
د اغيار په سندا نو نو مات ځنځير و
قيامتونه په زړګي خوار مې تير شوي
يو غماز راته منکر او بل نکير و
ما چې پال د خپلو سترګو رپ کې و نيو
دا ستا مينه مې د ښۍ سترګې تعبير و
٢٠٠٥ / ١/ ٥ زيوريخ
مرجانونه
د ا رمان غوټۍ مې ګل نن په ځيکر دي
د و صا ل رنګينې و رځې د ا ختر دي
چې مې شونډې د ښکلا سندرې واي
نن مې سترګې لګيدلې په ګودر دي
سترګي ښکلي خدای درکړي دهوسۍ دي
ليدل هم دې د هوسۍ غوندې اوتر دي
چې شيبې يې د جنت شيبو په څير دي
دا خوږې شيبې اشنا د مازديګر دي
زما زړه لکه د خوارو پښتنو سر
څو ميخونه د اغيار يې ښخ په سر دي
سپيني غاړي تر ا شنا يې ځان رسولی
مرجانونه هم سوري ټول په ټټر دي
ديدنونه ټولوي د زړه کچکول کې
د ( لونګ ) خويونه ټول د قلندر دي
٢٠٠٤/ ٣ / ٢٧ زيوريخ
لونګ او يا مختار
کله ټکور کله پرهار شې راته
شې کله ګل او کله خار شې راته
هيڅ دې په حال باندې پوه نه شوم ياره
کله اغيار کله ريبار شې راته
ﻻر به مې کله خپله چپه نه کړم
د پيغورونو يو د ستار شې راته
اشنا غماز درته نن څه ويلي
کله انکار کله اقرار شې راته
لکه د وخت د موسومونو په څير
کله خزان کله بهار شې راته
په دلو ماته راکوې غمونه
جانانه کله به قرار شې راته
زما حسن زړګی به خپله کوي
که د شمر تورې ګوزار شې راته
ما مې د زړه ويني پيرزو کړې په تا
چې ته ( لونګ او يا مختار شې راته
٢٠٠٤/ ٨/ ٤ زيوريخ د جمعې ورځ
کوده
زړګی ما شوم مې ستا اودې کې ګورم
ډير يې ارام سينه تودې کې ګورم
خدايه پرې وکړي د سندرو باران
غم د پښتون مودې اوږدې کې ګورم
ما د جومات لمن کې ډير وژړل
اوس به خپل سوال په ميکدې کې ګورم
پريږدئ چې وسوزمه لو لپه شم
لکه پتنګ خوند په همدې کې ګورم
دعا دې نه ځې د اسمان تر ګريوان
شيخه ريا دې په سجدې کې ګورم
( لونګ ) به کوم يو ښکلی ډير وستايي
زه ټول ګلان په يوې کودې کې ګورم
٢٠٠٥ /٢ /٨ زيوريخ، پلاوريون
کوثر
سپين د وفاو ﻻس د مر مر راکړه
يو ښکلی ديدن د مازيګر راکړه
يم د بيلتون دوزخ لمبو سيزلی
راکه د سرو شونډو دې کوثر راکړه
چې دې په مينه کې خمار خمار وم
جانانه بيا هغسې اثر راکړه
يار مې اسمان شو تندرونه وری
خدايه کلکوالی لکه د غر را کړه
مه وژنه نور مې د جفا په نيزو
ځار، راکړه ټکور د زړه په سر راکړه
ښکلا دې جوړه د غزل په تخز
مينه کې هنر لکه ارز راکړه
ربه بل يار خو مې هيڅ ندی په کار
ماته مې بيا زوړ يار مرور راکړه
( لونګ ) شو ړوند لکه يعقوب درپسې
جانانه يوسف شه بيا نظر را کړه
کتاب د ميني
سوز دې شو راته يو لوی کتاب د مينې
ټول سوچونه جنګوم په باب د مينې
اوس لمدې ورباندې زما د ګريوان څنډې
اخر شي به دا ښه ستر درياب د مينې
واک د عقل نه مې هر څه دې بې واکه
د ژوندون مې هره خوا حساب د مينې
د فرياد ښکالو درومي مې له خولې نه
تش ګوګل مې لکه دی رباب د مينې
د وصال ګل به د هغه چا نصيب وي
هميشه چې ښکلوي تراب د مينې
مخ يې يار کلي ته سم کړئ دا وصيت دی
کله شو ( لونګ ) ويده په خواب د مينې
قرض
چې دوا مې د هر درد او د مرض ده
نن د هغه پوه طبيب د راتلو ورځ ده
د زړه بڼ ته مې رادرومي يوه بلبله
فرش د زړه خونه زما په دې غرض ده
دا د تيرو ژړاګانو له تا ثيره
را معلومه د ژړا خندا عوض ده
د اشنا د يو احسان په بدله کې
سر مې داو کړ څه حصه نوره يې قرض ده
دومره بس ده چې په زړه مې بادشاهي کړي
سجده صرف يو الله ته په مونږ فرض ده
ستا به څه خبرې زړه کې راته ګرځي
د (( لونګ )) د قلم ژبه په بل طرز ده
فرهادي کولنګ په ولي
روان ستا د ميني غر ته
سپړم ډک زړه د لالونو
دښکلا غمي را باسم
ستا دنګې غړۍ ته
لکه دجومات
مناره
جوړومه جوړمه
د غزلو اميلونه
٢٠٠٤/٤/٥
زيوريخ
غشی
سترګي مې نن
په يو مين پريوتې
داسي سيده روان و
د جانان خپل په لوري
لکه !!
د ليندۍ ځني وتلی غشی
د يو مورچل په لوري
او يا لکه !
د شهيد پاکه اروا
د ﻻيزل په لوري
اخيستی تندې
د ديدن و
د تندې زور و پسې
په تلوسه روان و
د جانان غيږ ي ته يې ځان رساو
د يار پر سپينه يې ځان غورځاو
٢٠٠٥/ ٥/ ١١ زيوريخ
غزل
اسويلي مې د خولې وځي بې اختياره
لږ سيني پوري مې تم کړه په قراره
ما سودا د ميني غوره کړه دنيا کې
زړه مې بيالود شم قربان دې کاروباره
له اولسه لږ ګوښه په بيديا ښه يم
اسويلي مې خلک سيزي بې د ياره
دا چوپتيا او حيرانتيا مې ولي پوښتي؟
لږ د زړه احوال مې وپوښته نګاره
لري ښه يم چې مې نه ګوري په سترګو
غلي غلي به دې زه ساتمه ﻻره
ته چې يار مې کله ګوري زما څه وايي
لږ د دروغو مې زړګی ښه کړه ريباره
تا هم مور په څير خوږه مينه راکړې
مينه ستا به هيره نه کړم ننګرهاره
نوي سور باندې مې بيا دی ځان جوړ کړی
که زړګی دې ځور وې راځه ( مختاره )
ملنګ
ستا د زلفو په سودا سودا ملنګ شوم
يوه ټپه شوم د زړه سره يو ا هنګ شوم
څوک مې بولي د منصور په څير بې دينه
شکر شکر چې دا ستا په تهمت رنګ شوم
ستا د مينې پيرزو نه راځي په بل مې
پرون ځکه له پيزوان سره په جنګ شوم
دا ته شمعه را کوې رڼا مې ژوند ته
اشنا ځکه ستا د نور ستي پتنګ شوم
قد قامت لکه ټپه پوره د هر څه
ته شهباز زړه مې رباب او زه يې ترنګ شوم
رنګ مې تور نه و دا ستا غمونو تور کړ
داسي تور شوم سوی سکور شومه ( لونګ ) شوم
٢٠٠٤/ ١ / ٢ زيوريخ
وچې شونډي
زما څه نه دي له احتياجه شونډې وچې
ستا د مينې دي محتاجه شونډې وچې
يو دا ستا د بيلتانه له لاسه وچې
بل زمونږ له سخت رواجه شونډې وچې
داسي نه ده چې خندا هيڅ په کې نشته
دي د نورو خوش مزاجه شونډې و چې
بادشاهان که پخپل تخت او بخت نازيږي
نه دي کمي دا له تاجه شونډې وچې
که يې ښکل کړلې دا ستا ناز کې شونډې
بيا مې نه دي بې علاجه شونډې وچې
زما د سوي مينې نخښه ده په شونډو
شولې ماته په خراجه شونډې وچې
د ( لونګ ) دانې دې واچولې خولې ته
راکوي به اوس د باجه شونډې وچې
شهيده خندا
غزله ګل غوندې ريبار ﻻړ شه
تر سرو منګولو مې د يار ﻻړ شه
او مرور اشنا پخلا کړه راته
د پښتو دود دی جرګه مار ﻻړ شه
يار مې بورا غوندې ګلان خوښوې
نرګسي ګل شه او ﻻله زار ﻻړ شه
ډير دی نازک لکه نسيم د سبا
ښه په قربان او په زار زار ﻻړ شه
چا چې زمونږ خندا شهيده کړله
داسې د هغو نه قرار ﻻړ شه
ښايست لرې او مينه هيڅ نه لرې
پيمخيه ستا خو دا بازار ﻻړ شه
نه په زاريو نه په دعاو راځې
ګريوانه ځه درومه تار تار ﻻړ شه
د ا شنا نخښو نرګسي ګلو ته
د سترګو نمه په وار وار ﻻړ شه
( لونګه ) يار په ياد غزل بوسه کړه
ورځه د قيس مجنون په ﻻر ﻻړ شه
شهيد قوماندان قاري عبدالصمد
د غليم د سترګو خاره د خپل کام د سترګو توره
ستا له رحم نه محروم شو، شوې جدا له خپله کوره
شهيد په ننګ ددين وطن شوي نذرانه دې کړه ځواني
افتخار مو د تاريخ يې په تا وياړو بې پيغوره
ته د چا د ځيګر غوښي،چې يې اوس هم زړه سوری دی
خپلو اوښکو کې دې ګوري ته پناه له خپلي موره
د قدرت دا قضاوت و چې طلب يې کړې خپل ځان ته
د جنت په شنو با غچو کې ، د کوثرو ميخوره
مونږ ته پاتي شوي ستا نخښي يتيمان دې دې يادونه
ستا ښکلا په دوي کې ګورو، ای د دين د ﻻري زوره
د و طن ا صلي بچيه د الله د دين غلامه
ته شا فع په اخرت مې د ( لونګ ) سکنی وروره
شهيد عبدالحق ته
چې ته نه يې شکر نه کړم په ژوندون خپل
بې له تا به کړمه څنګه وران سمون خپل
دا زما د خوار نصيب برخي سپيرې شوي
ای دلبره را نه کړې چې ته بيلتون خپل
د سحرا ليوان به ځکه مونږه داړي
چې په سر کې مو نن نشته د حق شپون خپل
ستا د تلو نه پس ژړا مې ده ملګرې
ناست په سوچ کې هر وخت لوند مې وي زنګون خپل
زه به ستا په څير هم ډار ونکړمه کله
ډير په حق راته ښکاريږي دا لټون خپل
د بيلتون ورځ به دې لمانځمه په اوښکو
هير به نکړم دا د ظلم تير پرون خپل
د ( مختار ) قلمه مه ژړوه خلک
بس دی بس کړه دا د غم نه ډک مضمون خپل
شهيد عبدلحق زما د شهيد ورور قارې عبدالصمد ډير نږدې ملګری و
شعر
داسي شوم لکه غنم د زړه په سر
په زړ ه تيږه دی صنم د زړه په سر
د ميني زړی راته را کړه اشنا
ای دلبره زه يې کرم د زړه په سر
شيبي د پيوستون څومره خوږې وي
بيلتون را دې کړ دروند غم دزړه په سر
ټول عمر به ياد وي هير به نه کړم
د و فا کيږ ده قدم د زړه په سر
( لونګ ) اوښکي هيلو ډيوو کې سيزي
که رڼا ېې شي تورتم د زړه په سر
٢٠٠٤ /٣ / ١٧ زيوريخ
شپون
چې تکيه کړم کله سر خپل په زنګون
ا نديښنې دې بل څه نشته د ژوندون
کاشکې نه پوهيدم لوی وم بې له پوهي
يا وړوکی وم فنا نه و مضمون
اغيار يې څوکيدار راته په يار کړ
اوس به څه په دې اولس وکړم ګډون
چې احساس دې د غم راکړ، لويه خدايه
صبر هم را، چې مې نشي ځيګرخون
ښه وم ، لري د دې وخت يزيد، يزيد، نه
يا په دښتو ګرځيدلی چې وم شپون
ميم ( مختار ) دی او ميم مينه د ( مختار )
که يو ځای سره ميمان شول دی سمون
سوری زړه
ستا هر يو ياد لکه چاړه راشي زخمونه را کړي
زخمونه راکړي خو ښايسته لکه ګلونه راکړي
زړه مې له زوړ پرهر ښه شوی ياره بيا يي وله
سترګي راواړوه چې بيا يو څو دردونه راکړي
خدای مې دې نه نيسي په ډيرو ماتو شوو توبو
ماتيږي مينه کې هر څو که قسمونه راکړي
زړه په کيږدۍ مې ياره بيا لکه باران وريږي
هر وريدل دې ډير خواږه غوندې غمونه راکړي
( لونګه ) مينه به دې هغه وخت زه ومنمه
چې سوری زړه دې د شپيلۍ په څير غږونه راکړي
٢٠٠٥ / ٢ / ١ زيوريخ
سور جام
ګل په اغز و باندي ارام را کړ
د وفا لاس يې نن ماښام را کړ
راته يې و سکونډه زړګی په بڼو
بيا يې د ګل شونډو پبغام را کړ
په ناز مې يار لکه هندۍ لولکه
د عشق په نوم کې يې رام رام را کړ
ما لاس نيوی د خپل جانان وکړ
د ميني دم همدې امام را کړ
زړګی مې ځکه نن بې واره غورځي
يو چا په سرو شونډو سلام را کړ
خيال مې پيدا کړل د شعرونو غمي
دا خو دا ستا سترګو الهام را کړ
د يار په مينه بس نشه نشه يم
يار مې د سرو شونډو سور جام را کړ
د ( لونګ ) ځای شو په وريښمينو سينو
دا راته ستا ميني مقام راکړ
٢٠٠٤/ ١/ ٣ زيوريخ
سو چه
سر چې ټيټ نه کړې محبوب ته ديدار نشته
سوچه مينه کې رښتيا ده بيزار نشته
د مينو زړه او سترګي کړي خبرې
يو تر بله ښه پو هيږي اظها ر نشته
چې د يار په خوښه کړي څوک خپله خوښه
زما قسم دې پخپل يار وي انکار نشته
ابراهيم د يار په خوښه اور قبول کړ
سوزونکي لمبې نشته انګار نشته
د يار سترګو کې مې دومره ډير خمار دی
ستا ميو کې ساقي دا خمار نشته
که د ميو خم کې ځان لره کور جوړ کړم
ستا له سترګو نه پغير مې قرار نشته
د زړه ځمکه مې شوه لار ستا د پلونو
ستا له ميني بل ارمان د ( مختار ) نشته
سندرې
نن مې ويلي دي سندرې ستا په ياد
کړې مې ځان سره خبرې ستا په ياد
اي د غرونو ښاپيرۍ دا ستا د پاره
زړه نال کړې مې ګورګورې ستا په ياد
ستا بيلتون مې د زړه ويستې سوي کوکې
ربړولی يم د لبرې ستا په ياد
تا شيرينې د جفا غر کړ په نخښه
زه فرهاد به خورم ډغرې ستا په ياد
د اسمان ستوري شميرم کړم دې ذکر
هم سپوږمۍ مې ده ملګرې ستا په ياد
ته يې شمه دی زما زړګی پتنګ
ايرې کړې مې وزرې ستا په ياد
زړه مې خيال او خيال مې زړه ته ياد وې
انعکاس کوې کمرې ستا په ياد
سلامونه
( ١ ) سلامونه
په خير راغلي دغزل ښاپيرۍ
( ٢ ) وعليکم السلام،خير اوسي
مونځ دې کولو؟
( ١ ) نه ! ستا د يادو په ذکر لګيا يم
ستا د مخ کتاب مې مخ ته پروت دی
او د ميني ټکي زده کوم
خدای دې راوله، د غزل ښاپيرۍ
زما دزړه سره
زما قراره
زما ارامه
زما درمانه
زما مسيحا
زما لقمانه
ښه شوی بخت مې د پرون نه
چې نن، دې زما د رنځور
د زړګي نبض د سرو شونډو په ګوتو ونيو
خدای دې بخت او تخت ،برقرار لره
هر وخت
پوهيږي ؟
( ٢ ) نه !! په څه شي ؟
( ١ ) ازر شوی يم
دشعر تخز مې ده
په ﻻس کې
ستادې ټپه ماري ښکلا ځني
د يوي عجوبې ښکلا په هلو ځلو کې يم
د ميني د داستان په رنګ دې
شونډي سري کوم
د زنې په سر ،
د جبين منځ کې
درته
د سندرو خالونه وهم
خو! ډار لرم،
ډار لرم
تقلبي خليفګان ځلمي شوي
هسي نه
دحقانيت په فتوی
د ميني په تور
د ناپوهۍ په تبر
ستا د ښکلا بت
مات نه کړي
خدای مه کړه
خدای مه کړه
٢٠٠٤/ ٢/ ١٣

