غور پش
هر کله به چې ډير نشه و نو بيا به يې د خپلو خپلوانو حال احوال د ټيلفون په مرسته اخيست ،شيرين اغا په دې ورځ هم ډير الکهول چښلي و ، ګرځنده ټيلفون يې له ډوډي راخلاص کړ او د خپل ترورزي د ټيلفون شميره يې راواړله .
هيلو ،هيلو ، اورې ؟
بشپړمتن
ناکامه مينه : لونګ
تاج ته خدای د دنګې ځوانۍ سربيره ډير ښکلی غږ هم ور کړی و چې کله نا کله به يې د خپلوانو د خوښيو په محفلونو کې يوه نيمه سندره زمزمه کوله ، دا ځل هم داسې يو د واده مراسم و چې د هوټل سالون د ښځينه او نارينه و نه ډک و ، تاج د خپلې مينې له زوره سټيج ته و خوت او د سندرغاړو نه يې د يوې سندرې اجازه وغوښته .
تاج دا مقام او سروکی په داودي غږ کې زمزمه کړل :
بشپړمتن
ارمان : لونګ
په زرڅانګې خدای د نوم په څير ډيره ښکلا او شوخي هم لورولې وه ، ښکلې نرۍ مناسبه لوړه پوزه ، اوږدې بادامي سترګې ، نرۍ سرې سرې شونډې ، لکه د ګلابونو پاڼې ، پر سپينه هسکه غاړه به يې تل ګيډۍ ګيډۍ ګڼ ويښتان پريشانه پراته و .د خبرو کولو انداز يې هم ډير په مکيز و هغه داسې چې د خبرو سره به يې د سترګو موسکا تل مله وه .
ډيره مسته او ښه چمبه يې هم وهله ، د سندرو په ويلو کې خو يې ګلناربيګم شاګرده ښکاريده ، د کليوالو هر واده به په زرڅانګې تود و . په نڅا کې به تا فکر کولو چې د هندي فلم نڅاګره ده .
بشپړمتن
مولوي مامين حقاني
خپل مور او پلار د کلي د ملا په ټاکنه را باندې نوم محمد امين ايښی و ، خو دکلي همزولو او د بې ځايه ګرځيدلو له کبله په مامين پيژندلای شوم .د نه زده کړو له لاسه مې د ژوند شپې ورځې د ډيرو حيرانونکو کړاوونو سره مخ شوې ، د ځلميتوب په دريم پسرلي کې مې د نورو کليوالو او دتره زامنو په څير کچرو چلولو ته ملا وتړله ، له يو ځای نه بل ځای ته به مو قاچاقي مالونه ليږدول .
بشپړمتن
باګرام يا ګونتانامو
د کستيري ژوند ښه و له پلاره هم ورته ښه مړه شتمنې پاتي وه او پخپله هم خواري کښ سړی و ، په خپل کاروبار کې يې ښه تجربه درلوده . او اوس خو يې سوداګري ته پراخوالی ور کړی و ، له جاپان ، چين ، هانکانګ ، سنګاپور او نورو هيوادونو نه به يې مالونه را غوښتل ، دلته دننه په هيواد او له هيواده بهر به يې پلورل . د دومره شتمنې سره کستيری همدومره خاکساری او غريب دوست و . کله يې ځان له نورو بې وزلو لوړ نه شميرلو . هر يو سره به يې د خپلې وسې مرسته کوله .
بشپړمتن
د کلتوروزارت د يو چارواکي سره طنزي مرکه : لونګ
پس له ډيرو خواريو واو کړاونو زمونږ خبربال په دې بريالی شو چې د کلتور وزارت د يو چارواکي سره مرکه وکړي . زمونږ د خپروني لومړ ی هوډ دا و چې پخپله د وزير صاحب سره مرکه جوړه کړي خو د بده مرغه د څه ور پيښو ستونزو او د وخت د نه درلودلو له کبله د هغوی د مرکې نه برخمن نه شو . خو د همدې وزارت يو بل لوی چارواکی سره په زړه پورې مرکه کړې ده . ښاغلي په ريښتياو سره زمونږ پوښتنو ته هغه ځوابونه راکړي چې د کومو هيله مو وه .
بشپړمتن
دژوند ما شوم وختونه مې و ، د ليندې او مچينوغزې سره مې ايله بلدتيا شوې وه ، د ژوند د نورو خوږو تر خو نه بيخې ناخبره وم ، خپلې ورځې به مې په نخښه ويشتلو تيرولې ، په نخښه کې هم دومره سيندک نه وم خو بيا هم ځان به مې په نخښه ويشتلو او نورو لوبو دومره ستومان کړی و چې خپل کټ به په خپله مزيريزه غيږه کې ځای را کړ نو د سها ر تر لمر خاته پورې به مې بې له کوم هيبته پوره خوب کولو .
بشپړمتن
دې کال ښه و رخصتيانې مې د پسرلي په پيل کې راغلې . پاسپورت د رخصتيو د شروع يوه اونۍ مخکې د پاکستان سفارت ته د ويزې لپاره ليږلی و ، د تګ راتګ ټکټ مې هم د الامارت په هوايي شرکت کې اخيستی و .د نور کله په څير مې د کورنۍ هيڅوک بې له خپل يو پخواني ملګري ګلاب نه، نه و خبر کړي . هغه له پيښوره تر کوره را سره مل و .
بشپړمتن
دا ځل مې کشمالی څه ډيره موده وروسته وليد. په مخ کې هغه خوځنده ماده يو څه بيماره ښکاريده او ښکلی رنګ يې هم لکه د غوڅ شوي ګلاب مړاوی بريښيده. بريتونه يې هم دومره لوی شوي وو، چې د ملايانو د فتوې له مخې خواړه يې پرې حرام کړي وو .
بشپړمتن
زه سارا نوميږم
بالول سترګې بيا و ځپولې او نورې يې هم پخپله ښځه کې سترګې ښخې کړې دا پوښتنه ورته ودريده چې د بل چا دکور ور ته ولاړ يم او که څه؟ د لږې چوپتيا پس يې ورته وويل زه ستا بالول يم
سوزانه : زه تا نه پيژنم ډيره مې وبخښه
بشپړمتن
د يوشهيد کيسه د يو شهيد له خولې ! (وروستی ټپه )
خدای زده چې دده په دې ليوني زړه څومره ډيره مينه وه . چې هيڅکله به يې هم ورځ زما د نه ليدلو نه ، نه تيروله . او چې کله به يې هم په بل ځای کې ونه موندلم . نو دارالحفاظ ته به را پسې راغی . خو دده ليوني ليونۍ مينې پرما هم دومره اغيز کړی و . چی کله به ما هم د ورځې په اوږدو کې ونه ليدلو . ډير به نا کراره وم .
بشپړمتن
نه پيسه نه واسطه
مخکې ددې ځايه په کوم بل عربي هيواد کې و. هلته يې ښه کار روزګار سم وو.پنځه وخته يې ښه لمانځې و . خو دحرص څپو دلته راورسو.
ابو خان دهغو څه چې هغه اوريدلې و او يايې پخپل خيال کې کوم پلانونه جوړ کړې وسر چپه ور سره مخ شو . په لومړيو ورځو کې تر څو د پناه اخيستلو د قانونې شيبو څخه تيريد . په خوښۍ کې يې يو څه پيکه والی راغلی و .
بشپړمتن
مونږ به ډير کله سره د خپل دوود دستور په هکله سره خبرې کولې ، کله به هم چې ما ورته د خپل هيواد د دوود دستور په څرګندونې شروع کړې دې ته به يې ډير خوند ور کولو خو د ځينو په اوريدلو به هکه پکه شوه تر ډيره ځايه کارين ((karin او ددې خور سونيا مې د خبرو تر اغيز لاندې راغلې وې ، او په همدې نمونه زه هم د هغوي د هغې بې کچې مينې له اغيز لاندې راغلی کومه جې دوي د خپل هيواد ، ژبې او د خلکو سره درلودله .
بشپړمتن

