تبليغاتX
د لونګو ځونډی

د شهکاروناولونو شهکار ژباړونکئ
د نور کله په شان مې دا څل هم د سفر د نورو اړتياوو سره يو څای د لارې د لنډون لپاره«توره ماته شوه»ناول له ځان سره مل کړ. د ايميګريشن له تيريدو او دڅوکۍ له موندلو وروسته اعلان وشو،څانونه وتړی. الوتکه د څغاستې کرښې ته روانه شوه، لږه شېبه وروسته الوتکې د فرانکفورت ښار او ولايت په شنه فضا کې مخه د غرب پر لور سمه کړه ، پايلټ وويل " موږ ۳۵۰۰ فټه هسک يو له اته ساعته او پنڅه ديرش دقيقووروسته به سن فرانکسيسکو ته ورسيږو.


بشپړمتن
ليکوال لونګ  |

شعر 86/02/01 18:28
شعر
ډيرو خلکو به د شعر په تعريف يا د شعر په پوهونه ليکنې کړې وې که  زه هم پرې څو کرښې تورې کړم نو هيله ده چې د ادب په محکمه کې به مې مجرم و نه شميرئ. دا اجازه ځکه ځانته ورکوم چې  زمونږ د ټولنې مخکښه شاعران هم د کوم شعري پوهنتون نه دي خلاص شوي او نه به نړۍ کې هم داسې پوهنتون وي چې د هغې نه به يواځې او يواځې شاعران فارغيږې .
بشپړمتن
ليکوال لونګ  |

                                  د ( کاروان ) د شعر بادشاهې
که چاپيريال ته ځير شو نو خاماښه به ومومو چې په کور کې يو وګړی داسې وې چې هغه د نورو نه په ډيرو کړونو کې توپير لرې ، او هغه پخپلو خبرو ، کړنو ، او نورو ځانګړتياو باندې د نورو پاملرنه ځانته را کش کړې وې .


بشپړمتن
ليکوال لونګ  |

مینه 86/01/27 4:5
   مينه
د خدای د نعمتونو د ايمان په څير يو بې انډوله نعمت دی. خدای په خپلو وګړو رنګارنګ نعمتونه پيرزو کړې دې خو مينه هغه خوږ نعمت  دی چې داروا تسل  د اروا پالنه او درملنه کوې
څرګنده ده چې د نړۍ د هر توک ، هر مذهب  پالونکي، هر کلتور  لرونکې او د هرې ژبې ويونکي د مينې د نوم دمينې کولو سره اشنا او مينه پيژنې .
بشپړمتن
ليکوال لونګ  |

چا څه ښه ريښتيا ويلې دې چې دا نړۍ په ښو خلکو ودانه ده.
څرګنده ده چې په دې نړۍ کې د هر چا خپل خپل اولسونه دې او هر اولس به کيدای شې ښه ښه خلک ولرې چې د همدغو ښو خلکو له برکته به د هغوی اولسونه ودان او نيکمرغه وي او همدغه ښه خلک خپل اولس د نيکمرغۍ لور ته بياي همدغو ښو خلکو خپل ټول وخت خپل اولس ته په ډيره مينه وربخلی وي . دومره مينه به د خپل اولس سره کوي چې د اولس دهر وګړي زړه به يې ګټلی وي .دهمدغه ښه انسان مينه بيا د خپل کور د سرحدونو څخه اوړې او په ټول اولس خوره شې .
بشپړمتن
ليکوال لونګ  |

  مثلهم کمثل الحمار
د پښتو ژباړه يې ده . چې علم يې وې عمل يې نه وې ، لکه په خره باندې چې بار کړې کتابونه
دې ورستو غمناکه لسيزو ډير داسې شيان زموږ  له ګوتو وتروړل چې هغه مونږ ، زمونږ هيواد او ټولنې ته لويه هستې او ستره پانګه وه .
بشپړمتن
ليکوال لونګ  |

دار که فرار 86/01/24 19:7
                                                     دار که فرار ؟
تاريخ هغه څه دي چې انسان ورځنې ډير څه زده کولای شې ، د تاريخ د رڼا له امله انسان کولای شې هغه ليار پريږدې چې په هغه کې د وطن ، ملت ، او وګړو ته کړاونه وي. په هغه ليار انسان بايد روان شې چې وطن ، ملت سوکالې ارمې او ښيرازې په کې وې او ټولنه هم د ځان پسې روانه کړې ، د هغو کړاونو ځينې ټولنه وژغوري په کوم چې کلونه يا پيړۍ پيړۍ مخکې تير شوې وې ، د وطن ، ملت ژغورنې لپاره ضرورې ده چې انسان د تاريخ پاڼې ولولي او بيا هغه تيروتنې تکرار نکړې کومې چې مخکې نورو   تيروتنې کړې وې ، او بيا بيا هيواد او وګړي  د کړاونو او ورانيو کوربانه نکړې .
بشپړمتن
ليکوال لونګ  | |

د هنر ملاله 86/01/24 16:55

     
  د هنر ملاله
لرغونې قندهار د ټولو پښتنو وياړ په هر وخت  په هره برخه په خپله وياړمنه زانګو خپلو وګړو ته وياړمن روزلې دې  له امپراتورۍ نه تر سلطنته له  رياسته تر آمارته، د پښتونولۍ د علم د ليکوالی  دشاعرۍ په هره برخه کې يې خپلو وګړو ته ډير نوميالي پوهان په هر هنر کې رسيدلې انسانان پيرزو کړيدې ټول پښتانه هم پرې وياړې.


بشپړمتن
ليکوال لونګ  |