تبليغاتX
د لونګو ځونډی

محمد افضل ټکورافضل ټکور  د ننگرهار د کوز کونړ په ولسوالۍ کې نړى ته راغلى دى . لومړنۍ زده کړې يې د خپل کلي په ښوونځي کې وکړې او د سيد جمال الدين ليسه يې پاى ته ورسوله .
بيايې دننگرهار پوهنتون دانجينرى پوهنځى پاى ته ورساوه او دافغانستان دليکوالو په ټولنه کې يې لس دوولس کاله کار وکړ. څه موده يې د انيس دورځپاڼې ادبي پاڼه چلوله . دراډيو افغانستان د ادبي خپرونو لپاره يې ليکنې کړې دي، څيړنيزې مقالې يې ليکلې دي او د شعرونو کتابونه يې چاپ شوي دي.
د ښاغلي ټکور دغه اثار چاپ شوي دي.


بشپړمتن
ليکوال لونګ  |

 شنبه، 14 سلواغه ، 1385 ډاکتر محمد حسن
په پورتنۍ نيټه  مې د افغان ادبي بهير د بريښنا پاڼې لپاره  د شاعر ډاکتر حسن سره مرکه کړې  چې هغه مهال د افغان ادبي بهير په بريښنا پاڼه کې  مې  هم خپره کړي  .
لونګ : محترم ډاکتر صاحب د بهير پاڼې لوستونکو ته د خپلو فرهنګي کارونو او خپل ځان په اړوند يو لړ څرګندوني که وکړي مهرباني به مو وي ؟
بشپړمتن
ليکوال لونګ  |

١١/ تله /١٣٨٥
په  پورتنۍ نيټې مې د ښاغلي زبير شفيقي سره مرکه کړې وه  چې هغه وخت  د بهير په  معتبره پاڼه کې خپره شوي . لونګ
محمد زبير شفيقي د ارواښاد جنت ګل زوى دى چې له نن څخه ٤۶کاله پخوا د وردګو ولايت د چک ولسوالۍ په اله خېلو کې زيږېدلى. زدکړې يې دبمبايي په لېسه (ننى دحضرت عمر فاروق لېسه ) کې سرته ورسولې او په ١٣٥٦ لمريز کال فارغ شو.


بشپړمتن
ليکوال لونګ  |

٢١/ تله / ١٣٨٥
په پوتنۍ نيټه مې د پښتو د ژبې د ادب يوې پيژندل شوي څهرې ښاغلي  ( زرين انځور ) سره د بهير پاڼې لپاره مرکه کړې  ، چې هغه وخت مې د بهير په پاڼه کې  خپره کړې  .  لونګ
ښاغلی محمد زرين انځور په ١٣٣٥ لمريز هجري کال  (١٩٥٦ ع)کې د ننګرهار ولايت د مومنددرې ولسوالۍ د ((ګردي غوث )) په کلي کې زېږېدلی دی   
د ١٩٩٥ کال راهيسې د جرمني په کولن ښار کې اوسېږي .
بشپړمتن
ليکوال لونګ  |

٢١/ وږی / ١٣٨٥
په پورتنې نيټې مې د بهير پاڼې لپاره د ځوان شاعر او ليکوال نصرت الله الهام سره مرکه کړې وه  چې اوس ورته ستاسي پام دلته بيا راګرځوم . لونګ

لونګ : د بهير پاڼې ، او د بهير پاڼې لوستونکو ته مهرباني وکړئ ځان را وپيژئ ؟
نصرت الله الهامالهام : نوم مې (( نصرت الله )) چې قلمي نوم يا تخلص (( الهام )) کوم دننګر هار ولايت دخوږياڼيودلويې ولسوالۍ دمرکيخېلو يم .ديني زدکړې مې تر وړې دورې او نورې مې تر دولسم پورې کړي دي ، که دلوړو زدکړو لپاره راته زمينه برابره شوه او وخت اجازه راکړه نو په پام کې يې لرم ، خو گومان ځکه نه کوم چې وخت ډېر ظالم دى ، بس دزدکړو ترڅنګ مې په پېښور کې افغان ادبي بهير او نورې ادبي غونډې ندي پرېښې او پرلپسې حاضري مې ورکړې ،چې له استادانو مې ډېر څه په کې زده کړي مطلب دا چې دا يو پوهنتون مې ويلى او بل ته مې اراده ده .
بشپړمتن
ليکوال لونګ  |

ميزان / ٢٥ / ١٣٨٥
په پورتنۍ نيټه مې د بهير پاڼې لپاره د ښاغلي محمد يوسف رؤف سره مرکه کړې وه ، هغه وخت  د بهير په پاڼه کې خپره شوې ده . لونګ
محمد يوسف رؤفمحمد يوسف رؤف  وردګ ،چک والسوالي ، د بوم کلی زوکړه کړې
زده کړې : د کلي لومړنی ښونځی ، منځنی او لوړې زده کړې ، حربي ښونځی
مسلکي زده کړې : حربې پوهنتون ، وارمنيسټر ( انګلستان ) _ د فرونز اکاډومې ( مسکو )
دکتورا : د فرونز اکاډومې ( مسکو )
پوهاندې : ددفاع وزارت  د ښونې او روزنې رياست  ( کابل )
محمد يوسف رؤف په ١٣٧٠ لمريز کال کې د کمونيستې نظام سره د اختلاف او ددوي په ضد د سياسې هلو ځلو په خاطر ونيول شو او بيا له دندې ګوښه کړ شو .
د بدمرغو حالاتو کرغيړنو څپو رؤف هم سويس ته را څپ واهه.
چاپ شوې اثار
شعر
  ١د زړه دردونه
٢
٣
نثر ٠
ناچاپ شعر
١ ټولګه
ناچاپ نثر


بشپړمتن
ليکوال لونګ  |

محترم عنايت ساپیپه لاندينۍ نيټه مې د بهير پاڼې لپاره د پښتو ځوان شاعر ليکوال عينا يت الله ساپي سره مرکه کړې وه . چې د بهير په پاڼه کې هم خپره شوي . لونګ
 عنایت الله چی اوسمهال په عنایت ساپي سره پیژندل کیږي. په ۱۳۵۶ کال دننګرهار ولایت ، دکامې ولسوالۍ په شیرګړ کی  زیږیدلې دی.
شاوخوا دوه کلن به وو چې  له خپلې کورنۍ سره یوځای  دوروسي یرغل په شپو ورځو کې پیښور ته کډه شو. 
 


بشپړمتن
ليکوال لونګ  |


٣١/ غوی / ١٣٨٥  په دې نيټه  مې د ډاکتر نيجب منلي سره د بهير د پاڼې لپاره  مرکه کړې وه چې هغه وخت مې د بهير په پاڼه کې هم خپره کړې  ده . لونګ
بشپړمتن
ليکوال لونګ  |