تبليغاتX
د لونګو ځونډی - د شعر ګور بت : لونګ

د شعر ګور بت :  لونګ
له ياد مې نه وځي زما جانانه
د زړه البم کې دې انځور لرمه
د ناز په مينه يې درمل کړه ياره
يو د مودو زړګی رنځور لرمه
****
لا مې د زړه څړيکې ارامې نه دي
ځکه مې لاس کلک په ځيګر ايښی دی
پرې يې پخه کړه د ويشتلو نخښه
په زړګي داغ راته  دلبر ايښی دی
****
د شعر ګوربت مې اوس وزرې وکړي
ستا د ښکلا د غر به څوکې څارم
شېبه ، شېبه به دې په تورو سګونډم
اوس به دې غاړې زرکې کوکې څارم
****
لکه د درد را تير شوې زړه ته ياره
زما په زړه کې دې ارام پرينښود
تږی دې پريښودمه موړ دې نکړم
د خپلو سرو شونډو دې جام پرينښود
****
جانانه بيا په هغې لاره راشه
د مينې وخت دی مازيګر راغلی
د ښکلا بڼ کې مې بيا و ګرځوه
په زړه مې دروند غم لکه غر راغلی
****
په غزليزه غيږ کې و مې نيسه
شډلو تورو ته ښکلا وبخښه
د ( لونګ ) چاودو،چاودو شونډو لره
جانانه بيا ورته خندا وبخښه

ليکوال لونګ  |