تبليغاتX
د لونګو ځونډی - بيا هم تاته ليک

بيا هم تاته ليک
بيادې سندرې د ښکلا  نه وايم
نوره دې باسمه له خياله خپله
زه يم له مينې ته له کرکې جوړه
نوره دې نه ګڼمه سياله خپله
****
ورځه په مخ دې ښه د ښار ښاپيرۍ
ته د ماڼيو زه د جونګړو سړی
ته په پسته غيږه د ښار کې لويه
زه د سپين غرشمشاد د تړو سړی
****
نوره دې نه پريږدم د زړه په کور کې
تصوير دې باسم له ځيګره خپله
په نوم د مينې دې بيا نه يادوم
نوره دې نه بولم دلبره خپله
****
نوره ستاينه دې د سترګو نکړم
زړه کې مې پروت ستا ها تصوير ماتوم
ته يې قاتله زما د پاکې مينې
ستا د خوبونو هر تعبير ماتوم
*****
ته که مغروره په ښکلا خپله يې
زه بې نيازه بې پروا ملنګ يم
دا ستا ښکلا له ملنګۍ ځاروم
د ښايستونو د ښکلا ( لونګ) يم

ليکوال لونګ  |