تبليغاتX
د لونګو ځونډی - ارمان : لونګ
ارمان : لونګ 88/01/06 11:35

ارمان : لونګ
په زرڅانګې خدای د نوم په څير ډيره ښکلا او شوخي هم لورولې وه ، ښکلې نرۍ مناسبه لوړه پوزه ،  اوږدې بادامي سترګې ، نرۍ سرې سرې شونډې ، لکه د ګلابونو پاڼې ، پر سپينه هسکه غاړه به يې تل ګيډۍ ګيډۍ ګڼ ويښتان پريشانه پراته و .د خبرو کولو انداز يې هم ډير په مکيز و هغه داسې چې د خبرو سره به يې د سترګو موسکا تل مله وه .
ډيره مسته او ښه چمبه يې هم وهله ، د سندرو په ويلو کې خو يې ګلناربيګم شاګرده ښکاريده ، د کليوالو هر واده به په زرڅانګې تود و . په نڅا کې به تا فکر کولو چې د هندي فلم نڅاګره ده .
د ځوانۍ مستو څپو زرڅانګه دې ته اړکړې وه چې ددې د وريښمينو ګوتو جوړ دسمال به د کلي د هر ځلمي په جيب کې د يارۍ د نخښې په ډول خوندي و .
د زرڅانګې واده کولو ته کليوالو څه چې د خپل تره زامنو هم زړه ښه نکړ ، او چې داسې له کوم بل ولس به پرې کومه مرکه جرګه راغله د ولس د ځينو نه به يې واوريدل چې زرڅانګه په لمن  دومره پاکه نه ده ،نو هغوي به هم ترې تير شول .
زرڅانګې به هر کله خپلو سويلو ته ويل  چې له ما به مې ميړه ډير خوښ وي ، د بختور سړي به ښځه يم ، ځکه چې کله مې لالی له بيديا راځي نو زه به يې ستوماني په سندرو او دمينې په خبرو وباسم .
***
د زرڅانګې بې پروا ګرځيدلو  قسمت له خپل وطن نه ډير لرې د يو داسې چا سره و کړ چې نه يې د ژبې او نه يې د دود دستور والا و .
کلونه کلونه وروسته به داسې لويې غم ښادۍ ته را بلل کيده ، د ميړه په وطن کې به يې زړه هر وخت په دې خبره ختلی و چې خدايه  د مور او پلار او د کور د نورو غړو به څه حال وي ، په کلي کې به د چا او چا ودونه شوي وي .
*****
د خپلو  سويلوسره هغه خبرې يې نن بيا په زړه را تاوې شوې وې چې دې ورته کړې وي ، له ځان سره يې په کړيکو کړيکو و ژړل ، په ژړا ژړا کې به يې ويل چې : زه مې خوږې سندر ې چاته ووايم خدايه ؟ ، زه مې د مينې لنډۍ چاته زمزمه کړم خدايه ؟ په  مستو سندرو او په خپل خوږ غږ څوک و نازوم خدايه ؟ ميړه خو زما په ژبه هم نه  پوهيږي .
کنډ کنډ سپينې سپينې اوښکې په سروسرو اننګو بې واره و بهيدې .  سترګې يې لا همغسې له اوښکو ډکې وې چې شبنم لورکۍ يې په غاړه کې ور پريوته ، او پر له پسې يې څو واره وپوښتله .
مورکۍ ولې ژاړې ؟
څه شوي دي ؟
د نيکه په کور کې خو مې څوک نه دی  مړ شوی ؟
پلار مې درته څه ويلي دي ؟
زرڅانګه : نه لورې هيڅ هم نه دي شوي ارمان چې د پيغلتوب پر وخت  مې د خپل پښتنې دوددستور لږ حق پيژندلای وی کله په دې هم زما اوښکې نه وې ليدلې .
٢٠٠٩ /٣ / ٢٥
زيوريخ.
 

ليکوال لونګ  |