تبليغاتX
د لونګو ځونډی - اخ
اخ 88/01/07 14:28

اخ
اخ دا نوم دې څومره خوُږ  دی
ټول له شاتو نه جوړ شوی
د قدرت نخښې په کې دي
کايناتو نه جوړ شوی
*****
يو زاهد لره محراب دی
يو رند لره شراب دی
نوم دې مالره جانانه
د خوږې مينې کتاب دی
****
د نوم تورو دې نشه کړم
له شرابو راوتلي
ډير دي ښکلي ، ډير دي ښکلي
له ګلابو  راوتلي
****
د نوم تورو نه دې ځار شم
خوږ الهام  يې دی راوړی
زما دزړه مارغه يې ونيو
د عشق دام يې دی راوړی
****
نوم دې ټول دی مينه مينه
غوړيدلې يوه غوټۍ ده
زما خيال بورايې طواف کا
مسکيدلې يوه غوټۍ ده
*****
د خيالونو په ورشو کې
لکه مسته د بنګ راغلې
نو سندره شوې ټپه شوې
يوه وږمه د ( لونګ ) راغلې

ليکوال لونګ  |