ميړنۍ ده
په ګلونو ده مينه
نوره ټوله ليونۍ ده
کليواله ، کليواله
غرنۍ ده غرنۍ ده
****
کله ګل د مينې راکړي
ما په راز د مينې پوه کړي
په سندرو کې مې تاو کړي
ما په مينه په ناز پوه کړي
کله زړه راته مات مات کړي
پيريانۍ ده پيريانۍ ده
*****
کله دومره دومره ډيره
شي خوږه لکه د شاتو
هر انداز يې د نازونو
د ستاينې د صفاتو
ځار يې شم له هره خويه
پښتنه ده ميړنۍ ده
****
خو پر ما ده ډيره ګرانه
هر يو ناز يې په ليمو وړم
د سندرو په تالونو
په نغمو په زمزمو وړم
د لنډيو د وطن ده
کوچيانۍ ده کوچيانۍ ده
****
تورې تورې خوږې سترګې
دي د غره لکه ګورګرې
د سپين مخ کاسه يې داسې
ته وا جوړه له سندرې
په يو ښار کې تته نه شوه
غرڅنۍ ده غرڅنۍ ده
****
آه يې پروت دی په سرو شونډو
ژوند يې دروند دی له دردونو
د لونګ خواته راغلې
ده مينه په ګلونو
په بل څه يې نظر نشته
له ګلونو سپيلنۍ ده
٢٦ /١٢ / ٢٠٠٨
زيوريخ

