تبليغاتX
د لونګو ځونډی -
88/04/02 22:36

غزل
يار له سترګو نه مې تير شو زړه ته لاړ
څومره لږ و هومره ډير شو زړه ته لاړ

ما په مينه لکه شات په شونډو واخيست
راته ستوني کې ګنډير شو زړه ته  لاړ

اوښکې اوښکې پسې توئ لکه باران شوم
نه هيريږي  که  مې  هير شو زړه ته لاړ
 
په بدل د پاکې مينې مينه غواړم
زړه مې ستا سترګو کې ګير شو زړه ته لاړ
 
زړه مې واخلي راته ستا وږمه وږمه شي
تور لونګه ستا په  څير شو زړه ته لاړ

 

ليکوال لونګ  |